د دفاع وزير دې استعفى ورکړي اوویاند یی باید بخښنه وغواړې
سلام خان سلام خان

     دغوایی دمیاشتی په ځلورمه نیټه دافغانستان مشرانو جرګې د رايو په  اکثريت پرېکړه وکړه چې د دفاع وزير عبدالرحيم وردګ دې استعفى ورکړي او د دې وزارت وياند جنرال عظیمی دی ونوموړی جرګې ته حاضر شي

 دغه پرېکړه وروسته له هغه کېږي، چې د وري په  ٢٨مه، يوه تن، چې د ملي اردو جامې يې پر ځان وې، په دفاع وزارت کې د ځانمرګى بريد هڅه وکړه؛ خو د ملي اردو د درېيو منسوبينو له وژلو او د شپږو نورو له ټپي کولو وروسته، د ملي اردو د سرتېرو په ډزو ووژل شو

 وړاندی تر دی د دحمل دمیاشتی په ٣٠مه نیټه، هم د مشرانو جرګې يو شمېر غړو ويلی وو، له دې امله چې د ملي اردو ځواکونه د ياد شوي بريد په مخنيوي کې پاتې راغلي، بايد د ملي دفاع وزير له دندې استعفى ورکړي

په مشرانو جرګه کې د زابل استازي ډاکتر زلمي زابلي دمشرانو چرګی په ورستنی غونډه کې وويل، چې د ملي دفاع وزارت وياند جنرال محمدظاهر عظيمي د ولسي جرګې د غړو د دې غوښتنې په ځواب کې ويلي، چې  مشرانو جرګی دغه غو ښتنه دافغان دولت دمخالفینو په وینا کړی ده ،د ده په وينا، له دې امله چې د دفاع وزارت وياند دې جرګې ته سپکاوى کړى، دنده یی تعلیق او بايد  څارنوالۍ ته معرفي او محاکمه شي

وروسته د اړوندې موضوع په اړه، مشرانو جرګې په نننۍ غونډه کې يو څلور ماده ييز پرېکړه ليک صادر کړ

په پرېکړه ليک کې د دفاع وزارت د وياند څرګندونې غير مسوولانه بلل شوې او په کې راغلي، چې عظيمي بايد  مشرانو جرګی ته دوضاحت لپاره حاضر شې په پرېکړه ليک کې دا هم ويل شوي، چې مشرانو جرګه په خپل مخکيني دريځ  ټينګار او د  دفاع وزير د استعفى پرېکړه کوي

د مشرانو جرګې له ٩٠ حاضرو غړو څخه ٨٨ تنو د شنو کارتونو په پورته کولو سره دغه  پرېکړه تاييد کړه

د مشرانو جرګې رييس فضل هادي مسلميار له ولسمشر څخه غوښتنه وکړه، چې د وردګ پرځاى يو بل کس د دفاع وزير په توګه د اعتماد د رايې ترلاسه کولو په موخه ولسي جرګې ته معرفي کړي،او دنوموړی وزارت ویاند باید له مشرانو جرګی او افغان ملت څخه بخښنه وغواړې.

پر ملي دفاع وزارت ياد شوى بريد په داسې حال کې ترسره کېږي، چې د ملي امنيت رييس رحمت الله نبيل د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې ويلي و، چې يو شمېر مخالفينو د افغان امنيتي ځواکونو په ليکو کې ځاى نيولى، خو دوى يې د پيدا کولو هڅې پيل کړې دي

له تېرو دوه اونيو راهيسې دا درېيم ځانمرګى بريد و، چې له پوځي جامو څخه په ګټې اخيستو ترسره شوی دی

د ملي دفاع وزارت وياند وويلی دی، چې دا مهال نه غواړي په دې اړه څرګندونې وکړي په دی هکله

 دبله لوری دیوه بل نا تائید شوی را پور پر بنیاد  چی په عین حال کی  د تاند په  ويبپاڼې کی خپور شوی دی وایی  په دفاع وزارت هيڅ ځانمرګى بريد نه دى شوى، بلکې دا په دفاع وزارت کې دننه خپل منځي اختلافاتو له  

 وجه نښته وه چی دتلفاتو سبب شوه،په نوموړی را پور کی ویل شوی دی چی لانجه ددفاع دوزارت د لوى درستيز اودهغه وزارت د لومړي مرستيال نظري ترمنځ وه، دوى په دفاع وزارت کې د يو جنرال د ټاکنې په اړه لانجه کړې او وروسته د دوى د ساتونکو ترمنځ وسله واله نښته شوې ده.

 په دغه خبر کی داهم ویل شوی دی  چی ددفاع وزارت هم له پيله د دې پېښې د پټولو هڅې کړې ده، په همغه لومړۍ ورځ يې ژورنالېستان سيمې ته پرې نښودل او آن ځينې يې وډبول

دفاع وزارت چارواکي وايي چې دا ځانمرګى و او وړاندې له دې چې خپل ځان ته چاودنه ورکړي، د امنيتي ځواکونو له خوا ووژل شو. سره له دې چې دفاع وزارت د ځانمرګي واسکټ او چاوديدونکي مواد ژورنالېستانو ته ښودلي، خو نه يې د ځانمرګي د جسد او نه يې هم د هغه د هويت په اړه پوره معلومات ورکړي دي

له پېښې وروسته ولسمشر د دفاع وزير او لوى درستيز ارګ ته وغوښتل او هلته يې غونډه دومره پټه وه، چې آن د ملي امنييت سلاکار رنګين دادفر سپنتا هم له دې غونډې ايستل شوى او يوازې ولسمشر، لوى درستيز او د ملي دفاع وزير په دې غونډه کې ګډون کړى دى

د دفاع وزارت چارواکي ادعا کوي چې ځانمرګى بريد کوونکى په اې کارټ لرونکي موټر کې راغلى، خو تاند ته په دفاع وزارت کې یوې سرچينې د نه افشا کېدو په شرط ادعا وکړه چې دا د مارشال فهيم هغه نږدې کس و، چې د ټاکنې او نه ټاکنې په اړه يې د لوى درستيز او د دفاع وزارت د لومړي مرستيال ترمنځ شخړه شوې

تاند ته په کابل کې د يوې نړيوالې رسنۍ مشر هم ويلي چې په دې اړه د ده معلومات هم ښيي چې دا ځانمرګى نه، بلکې خپل منځي نښته وه.پاي


April 26th, 2011


  برداشت و بازنویسی درونمایه این تارنما در جاهای دیگر آزاد است. خواهشمندم، خاستگاه را یادآوری نمایید.
 
گزیده مقالات